دشهید داکتر نجیب اله داوولسم تلین په یاد
رحمت اله روان رحمت اله روان

         

د هرهیواداوملت علمي اوسیاسي متنفذ اشخاص دهماغه هیواد اوملت لپاره د افتخار وړ شخصیتونه دی چی د هیواد دمختلفو وګړو تر منځ د وحدت او یووالی دملی سمبول په توګه پیزندل کیږ ي شهید دوکتور نجیب اله دافغانستان یو له همدغو سیاسی او علمی شخصیتنو څخه دي چی دخپل ژوند ټوله برخه یی دخپل هیواد دزوریدلو خلګو په خدمت کی تیره کړی او په دی لاره کی یی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړې تر ځو بالاخره یی په افغانستان کی دسولی او ملی یووالی پخاطر خپل ځان هم قربانی کړی ،له لوی خدای(ج ) ځخه نوموړی ته دمغفرت او فردوس جنت غو ښتنه کوم او ددرانه فامیل ټولو غړو اودوستانوته یی تسلیت غواړم . 

دا چې له بده مرغه د تیروڅه باندی دریولسیزو راهیسې په افغانستان کې په ناحقه توګه دافغانانو وینې بهیږې اوافغانان د پردیو دسیسو له مخې یود بل په خلاف استعمالیږي دا هرڅه خپله دافغانانو د داخلې او خپل منځي اختلافاتو له امله دی چې اجنبي دښمن په هروخت اوزمان کې ترې ناوړه استفاده کړې ده ،اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې افغانان باید نور له تیرو ترخو تجربو څخه په عبرت اودرس اخیستلوسره ترهرڅه لومړی په خپل منځ کې د تفاهم د فضاء په ایجادولوسره خپلو اشتباهاتو ته متوجه اوله دې لارې څخه د یوبل منلو او یوبل بخښلو د سیاست پربنسټ په افغانستان کې د ملي وحدت لپاره کار وکړي ،تر ځو دشهید دکتور نجیب اله او دهیواد دنورو سپیځلو شهیدانو ارمانونوته  دعمل په میدان کی جواب ویلی وې ،داچې اوس بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي،خوکه د بهرنیانو تر وتلو وروسته د افغانانو ترمنځ ملی وحدت اوښه داخلي تفاهم موجود نه وی نو خدای مکړه بیا به مو هیواد یو ځل بیا د هغې کورنۍ جګړې شاهد وي کومى چې د شوروی اتحاد د عسکری قواوو تر وتلو وروسته زموږ وطن په کنډواله رابدل کړی،او پرهیواد باندې يي د خارجي تجاوزته زمینه بیا مساعده کړه ، نورباید ټول افغانان که هغه په مختلفو نومونو سیاسی ګوندونه وی ا ویا په اصطلاح جهادي ډلی او تنظیمونه، اوکه نورتشکیلات دی باید په خپل منځ کې یود بل په خلاف د خشونت اوتاوتریخوالې په ځای د وحدت اوتفاهم په سياست ټینګار وکړي اوخپلې ستونزې د تصادم په ځای د تفاهم د لارې حل کړي ،دافغانستان دسیاسی وضعیت په کتو سره پکارده چې موږټول افغانان د خپلوشخصی اوسیاسی ګټوپرځای وملی منافعوته وفادارشو. چې دا خپل ځوریدلی اوکړیدلی ولس نور د دغه وران ویجاړحالت څخه راوباسو،او زموږ ولس هم د نړی د نورو ولسونو په ډول د ارامۍ، خوشحالۍ، سوکالۍ او ورورولۍ سا واخلی، موږ باید پخپل ټول توان اوطاقت سره هلي ځلي اوډیرکوښښونه جاری وساتو چې په دې سره نورپه خپل هیواد کې د وینې تویونې خونړی بهیر ودروو .اوخپل وطن د خرابۍ پرځاي د ابادۍ او انکشاف په لور روان کړو. زه دشهید دکتور نجیب اله دشهادت داوولسم تلین په درشل کی دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن) ګوند ټولی جلا شوی خواوې ځخه غوښتنه لرم تر ځو پخپلو جاری دریځونو یو ځل بیا کتني وکړی او دجلا جلا دریځونو پرځای په افغانستان کی دملی یووالی او تفاهم پخاطر په یوه ګډ دریځ په خپلو منځو کی اتحاد او اتفاق وکړی، له ټولو سیاسی او ملي جهتونوغوښته کیږی چې د ملي وحدت د تحکیم د یوه پراخ بین الافغاني ډیالوګ د پیل او په پایله کې یې د هیواد ستونزې ته د یوه سالم حل د راوستلوپه لاره کې لاسونه سره ورکړي اویوځل بیا په خپل بې ساري وحدت اویووالې سره خپل ګران وطن د امن کورجوړکړي .اوخپل قدرمن ولس د دې بربادۍ څخه وژغوري اود ترقۍ په لوريې روان کړي په اخیر کی خپل پیام دښاغلی سلام اندړ په دغه لاندی شعر پای ته رسوم .

هېرېدلای نه شي

سره اورونه لا په زړو بلېږي

خو ويرونه هېرېدلای نه شي

هرڅه هېرېږي تېرېږي پسي

خو مېړونه هېرېدلای نه شي

خپلو سپو کاشکي داړلی نه وای

هازخمونه هېرېدلای نه شي

که سکروټه شي د ګلوغونډۍ

لوی لوی غرونه هېرېدلای نه شي

که جونګړه مي را وسوځوي

خو لالونه هېرېدلای نه شي

هرسړی که مي که په دار ځړوي

تاريخونه هېرېدلای نه شي

تور سېلاب که مي ويجاړ کړي ګلبڼ

سره ګلونه هېرېدلای نه شي

په اغزو يې ټپي شوي زړونه

خو ګلونه هېرېدلای نه شي

 دهیواد دازادی او دسولی دلاری دټولو دشهیدانو روح دی ښاد وې.پای

 






September 26th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی